ایکنا-(تهران)د دینی چارو یو کارپوه او دعلمیه حوزې استاذحجةالاسلام سید شجاع الحسینی ووئيل،د اسلام د ګران پيغمبر(ص) ګرانه لور حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها په کردار او سیرت کې خپل پلارحضرت محمد مصطفی(ص)ته ورته والی درلود او په هرډګر کې له هغه بزرګوار او له خپل خاوندحضرت امام علی علیه السلام سره اوږه په اوږه ملګرتیا او مرسته کوله او دغه راز تر دې دمه دنړۍ د درستو میرمنو لپاره بیلګه ګرځيدلې ده.
ایکناخبری آژانس د ایام فاطمیه د شپو ورځو او دحضرت فاطمةالزهرا د سیرت او ځانګړنو په باب ددینی چارو له تکړه کارپوه او استاد سید شجاع حسین الحسینی سره یوه مرکه کړې چې ستاسو پام هم ورته وغواړو.